کرکټ؛ افغان لوبډله د سریلانکا خلاف دا ځل توپوهنه کوي

د افغانستان او سریلانکا له مخکینیو لوبو یو انځور

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ درېیمه او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې افغان لوبډله توپوهنه کوي.

د دې سیالۍ پچه هم افغان لوبډلمشر وګټله، خو دا ځل یې د توپوهنې انتخاب وکړ.

په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان لپاره په یولس کسیز نوملړ کې څو بدلونونه هم راغلي دي.

محمداسحاق رحیمي به د لومړي ځل لپاره په شل اوریزو سیالیو کې ولوبېږي، دغه راز شرف الدین اشرف، فریداحمد او وفادار مومند ته هم د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

د سریلانکا لوبډلې هم په خپل نوملړ کې ځینې تغییرات راوستي دي.

د ویلو ده چې دا لوبلړۍ له وړاندې سریلانکا ګټلې ده.