په اوکراین کې د امریکا سفیره: کانګرس به اوکراین سره د مرستو لایحه خامخا تصویب کړي

په اوکراین کې د امریکا سفیره، بریژیت برینک

په اوکراین کې د امریکا سفیره وايي، ډاډه ده چې د امریکا کانګرس به له اوکراین سره د اضافي مرستې لایحه تایید کړي، خو زیاتوي دا اټکل ناممکن دی چې دا کار به څه وخت وکړي.

بریژیت برینک Bridget Brink پرون په کییف کې خبریالانو ته وویل، دا په ۱۰۰ کې ۱۰۰۰ ډاډه ده چې متحده ایالات به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې زیاته کړه، دا هومره ژوره سیاسي مسئله ده چې زه یې اټکل نه شم کولی، خو دا خبره کولی شم چې موږ ټول دا استدلال منو چې ولې دا مرسته اړینه ده.

اوکراین ته د ۶۱ میلیارد ډالره مرستې لانجمنه لایحه له څو میاشتو راهیسې د تصویب لپاره کانګرس ته چې جمهوریپال پکې اکثریت دي استول شوې ده، خو د سیاسي اختلافونو له کبله بنده پاتې ده.

ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړی چې د دې لایحې نه تصویبېدل د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په ګټه دي.