د لندن پولیسو افغان کډوال عبدالشکور ایزیدي ته د ورته کس جسد موندلی

له ارشیفه د لندن د پولیسو تصویر

د لندن پولیس وایي، په تیمز سیند کې یې افغان پنا غوښتونکي عبدالشکور ایزیدي ته ورته جسد موندلی دی.

دغه افغان پناغوښتونکی تورن دی چې څه موده وړاندې یې په یوه ۳۱ کلنه ښځه او دوو وړو نجونو یې یو ډول کیمیاوي مواد شیندلي او بیا یې وروسته ځان سیند ته اچولی دی.

لویدیځو رسنیو له هغې ډلې بي بي سي د لندن د پولیسو په حواله دغه خبر ورکړی دی او ویل شوي، د موندل شوي مړي جامې هغه ډول دي لکه د برید پر مهال چې په امنیتي کمرو کې د عبدالشکور ایزیدي په ځان کې لیدل شوې وې.

پولیسو لا د مړي د پېژندګلوۍ رسمي اعلان نه دی کړی.

پولیسو پخوا ویلي، امنیتي کمرو دغه کس د وروستي ځل لپاره د چلسي پله د پنجرې پر سر لیدلی دی.

پولیسو تر دې وړاندې ویلي و، ممکن برید کوونکي ځان سیند ته غورځولی وي.