عربي هېوادونو امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه

یو شمېر اسراییلي ځواکونه په غزه کې

عربي هېوادونو د هغه پرېکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د رایو د اخیستو لپاره وړاندې کړې چې په غزه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوي.

که څه دا هېوادونه پوهېږي چې د دوی پرېکړه لیک به د متحدو ایالاتو له خوا ویټو شي، خو وايي هیله من دي چې د دوی طرح به د غزې په تړانګه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو ملاتړ وښيي.

امنیت شورا دې پرېکړه لیک ته د رای ورکولو وخت نن د افغانستان په وخت د شپې ۸ بجې ټاکلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ ویلي چې د بایډن حکومت به د عربي هېوادونو په ملاتړ دا پرېکړه لیک ویټو کړي، ځکه د دې په وینا ښايي په غزه کې د اوربند د ټینګولو لپاره د متحدو ایالاتو هڅې زیانمنې کړي.

واشنګټن هڅه کوي د غزې د جګړې ښکېل لوري لږ ترلږه د شپږو اوونیو لپاره د جګړې پر بندولو موافقه وکړي.