د اسلامي همکاریو سازمان: په راتلونکو ۲ غونډو کې د افغانستان په اړه خبرې کوو

د اسلامي همکاریو سازمان د یو شمېر غړو هېوادونو بیرغونه

د اسلامي همکاریو سازمان OIC وايي د دې ټولنې په راتلونکې دوو غونډو کې به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

OIC په یوه بیان کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت له قوله لیکلي چې په ګامبیا کې د اسلامي همکاریو د سازمان په راروانه سرمشریزه او په کامرون کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه بحثونه د خبرو د اجنډا په لومړیتوبونو کې وي.

په بیان کې راغلي دي چې ښاغلي بخیت په دوحه کې د افغانستان په اړه په جوړه شوې غونډه کې له افغانستان څخه د OIC پر ملاتړ او له واکمنو طالبانو سره د ډیالوګ د دوام پر اړتیا ټینګار کړی.

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ پیل شوه او پرون پای ته ورسېده.