سهیل شاهین: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي ټاکل نه منو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د منلو وړ نه ده.

نوموړي د جاپان له ان اچ کې خبري کانال سره په مرکه کې ادعا کړې چې دغه استازی ښايي د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه وکړي او ځینې پرېکړې پر افغانستان تحمیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې په اړه د ملګرو ملتونو د مفصل راپور له مهمو سپارښتنو څخه ده.

د ملګرو ملتونو د دغه مفصل راپور د سپارښتنو په برخه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی باید د همکارو نړیوالو او افغان شریکانو ترمنځ د ډیپلوماسۍ او د بین الافغاني خبرو پر عملي کېدو تمرکز وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په کوربه توب د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه د دوحې په غونډه کې د ځانګړي استازي ټاکنه یوه له مهمو مسلو څخه وه.

غونډه د ځانګړي استازي له معرفي کولو پرته پای ته ورسېده.