د طالبانو حکومت: د اوبو د مهارولو لپاره نوي ګامونه اخلو

د هلمند د سېند اوبه

د طالبانو حکومت پرون په هېواد کې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي په هدف د پلانونو خبر ورکړ.

ملي ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي پرون پر ایکس شبکې خبر ورکړ چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کابینې په غونډه کې بحث وشو.

په خبر کې راغلي دي چې کابینې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارله چې په دې برخه کې څېړنې وکړي او خپل راپور د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

د خبر له مخې، کابینې همداراز پرېکړه وکړه چې د اوبو د تصفیې شرکتونه دې له ښارونو لیرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفیې لپاره کار وکړي.

په خبر کې په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

افغانستان په هغه سیمه کې پروت دی چې وچکالي پکې ډېره ده او ځکه د اوبو د کچې د ټیټډو له کبله خلک نه یوازې له څو کلونو راهیسې د اوبو لګولو؛ بلکې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.