له اسراییلو څخه د فلسطین د شکایت اورېدو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې غونډه

د عدالت نړیواله محکمه

د عدالت د نړیوالې محکمې دا استماعیه غونډه چې تمه ده شپږ ورځې دوام وکړي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له غوښتنې وروسته چې په اشغالي سیمو کې یې د اسراییلو د پالېسیو په اړه یو غیر الزامي مشورتي نظر غوښتنه پیل شوې ده.

قاضیان به شاید میاشتې وخت ونیسي چې نظر وړاندې کړي.

د دې غونډې په پیل کې د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي اسراییل په توکمپالنې تورن کړ او د عدالت له نړیوالې محکمې یې وغوښتل چې سمدستي له قید او شرط پرته اشغال ناقانونه وګرځوي.

هغه ټینګار وکړ چې دا کار باید په راتلونکي کې د دوو دولتونو د رامنځته کولو په هیله ترسره شي.

اسراییلي ځواکونه اوس هم غزه کې په جګړه کې دي

د عدالت نړیوالې محکمې داسې وخت د ملګرو ملتونو په غوښتنه د اسراییل له خوا د سیمو د ۵۷ کلن اشغال د قانوني توب څرنګوالی څېړي چې په غزه تړانګه باندې عملاً د اسراییلو بریدونه د اکتوبر له اوومۍ روان دي.

دا بریدونه وروسته تر هغه پیل شول چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس پر اسراییل برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

اسراییلو د دغه برید په غبرګون په غزې تړانګه خپلې هوايي او ځمکنۍ حملې پيل کړې او تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې څه باندې ۲۹زره کسان وژل شوي.

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي د عدالت نړیواله محکمه کې وویل چې دمګړۍ د غزې دوه میلیون او درې لکه کسان چې نیمايي یې ماشومان دي له خپلو مېنو بې ځایه شوي، بمباریږي، وژل کېږي او ټپیانیږي.

هغه همدارنګه په ټوله کې د لویدیځې غاړې او بیت المقدس کې شاوخوا درې نیمو میلیونو فلسطینیانو ته په اشارې وویل چې د ده په خبره، له استعمار او تاوتریخوالي سره مخ دي.

تر فلسطیني چارواکو وروسته به د عدالت نړیوالې محکمه کې شاوخوا ۵۱ هېوادونو او دریو سازمانونو استازي ویناوې وکړي. اسراییل د دې استماعیه غونډو پر مهال څه خبرې نه کوي خو یو لیکلی دریځ وړاندې کولی شي.

د هبرو پوهنتون استاد او د اسراییل د ډموکراسۍ بنسټ غړي یووال شاني اسوشیتید پرېس ته ویلي اسراییل به د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ روان اشغال توجیه کړي په تېره بیا د سولې د یوه تړون د نشتوالي په خاطر.

خو فلسطیني چارواکي وايي چې اشغال تر امنیتي ملحوظاتو ور هاخوا ډېر پراخ اړخونه لري.