روسیه: دوحې غونډې ته ورغلو افغانانو سره غونډه کې برخه نه اخلو

په کابل کې د روسیې د سفارت ودانۍ

په افغانستان کې د روسیې سفارت وايي، د دوحې په غونډه کې د دوی استازی به له هغو افغانانو سره غونډه کې ګډون و نه کړي چې د افغانستان د مدني ټولنې په استازولۍ دې ناستې ته ورغلي دي.

دې سفارت نن په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې دا ملکي افغانان په غیر شفاف ډول ټاکل شوي.

په کابل کې د روسیې سفارت د دوحې په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون له پرېکړې هم ملاتړ کړی او دا یې د توجیه وړ بللې.

د دوحې د غونډې نن وروستۍ ورځ ده او د بندو دروازو تر شاه د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ بحثونه روان دي.

تمه ده چې د افغانستان پر مهال د ماښام پر شپږ بجو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د نن ورځې د غونډې د بحثونو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.