پر دوحې غونډې د افغان خبریالانو نیوکه؛ زموږ استازی نه دی وربلل شوی

یو شمېر افغان خبریالان - تصویر له ارشیفه

د افغانستان د رسنیو او خبریالانو یو شمېر ملاتړي بنسټونه نیوکه کوي چې د رسنیو په استازیتوب د دوحې غونډې ته څوک نه دي وربلل شوي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې په دې تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان دننه خبریالانو له پامه غورځول د توجیه وړ نه دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې د رسنیو حضور مثبتې اغېزې لرلی شي.

د دوحې په ناسته کې شاوخوا پنځه فعالان له افغانستان دننه او بهر د افغان مدني ټولنې په استازولۍ ور غوښتل شوي.

د دوحې غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې او پکې له افغانستان سره د تعامل د زیاتولو پر څرنګوالي بحث کېږي.