د ناوالني مېرمنه نن د اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ویني

د ناوالني مېرمنه

اروپايي چارواکي وايي چې د روسیې د سیاسي مخالف او سرسخت منتقد الکسي ناوالني مېرمنه به نن په بروکسل د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

۴۷ کلن ناوالني په بند کې د څه باندې درېیو کلونو له تېرولو وروسته تېره جمعه په زندان کې مړ شو.

د هغه مړینې د نړۍ د رهبرانو او د هغه د پلویانو غوسه پارولې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل ویلي چې نن د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو په شورا کې د یولیا ناوالنایا هرکلی کوي.

بوریل په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي چې د اروپايي ټولنې وزیران به په روسیه کې د خپلواکو مبارزه کوونکو د ملاتړ لپاره یو قوي پیغام ورکړي.

د بشري حقونو ډلو ویلي چې د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې تر ۴۰ زیات کسان چې د الکسي ناوالني د درناوي لپاره راغونډ شوي وو، نیول شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې محکمو په لسګونو ویر-کوونکي زنداني کړي دي.

ناوالني د هغو تورونو له کبله چې ګومان کېږي تر ډېره سیاسي انګېزه لري، نیول شوی او زنداني شوی و.