د دوحې غونډه نن پای ته رسیږي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش

نن پر افغانستان په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په کوربه توب د رابلل شوې غونډې دویمه او وروستۍ ورځ ده.

د ملګرو ملتونو یوې ویاندې ویلي چې دغه غونډه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون پرون یکشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه.

د ملګرو ملتونو په وینا، د دې غونډې هدف له افغانستان سره د نړیوال تعامل پر زیاتېدو بحث دی.

د ګډونوالو په هغه لیست کې چې ملګرو ملتونو خپور کړی، د امریکا د متحدو ایالتونو، چین، پاکستان او اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم شامل دي.

دغې غونډې ته طالبان او د مدني ټولنې استازي هم وربلل شوي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه وویل چې د دوی ګډون به ګټور نه وي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو له ۲۵ تر ۲۸ پورې هېوادونو استازو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د مدني ټولنې په استازولۍ په دې غونډه کې محبوبه سراج، میترا مهران، شاه ګل رضايي او لطف اله نجفي زاده حضور لري.

د غونډې یوې برخوالې محبوبې سراج ازادي راډیو ته ویلي، د مدني ټولنې په استازیتوب به هلته د افغان ښځو په استازیتوب خپل غږ اوچت کړي.