بنیټ د افغانستان په اړه د ۱۲ هېوادونو د ګډې اعلامیې هرکلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو تمرکز ته دوام ورکړي.

ښاغلي بنیټ د افغانستان په باب د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ اعلامیې د هرکلي تر څنګ پرون یکشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې نوي تعهد هرکلی کوي.

هغه وړاندې لیکلي چې نړیواله ټولنه دې له هغو قانوني ابزارونو چې په واک کې لري، په افغانستان کې له نړیوال قانون څخه سرغړونې پای ته ورسوي.

د شنبې په ورځ د دوولسو هېوادونو: البانیا، انډورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کاسوو، لختن شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې چې په جرمني کې د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال خپره شوې د هغه څه په باب ژوره اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو پراخه سرغړونه ګڼل شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د دې اعلامیې په ځواب کې ویلي چې دا مهال د ټولو افغانانو حقونه تامین دي او د هغه په وینا، د افغانستان ټول وګړي له برابرو حقونو سره ژوند کوي.