اروپایي ټولنه: اوکراین سره به مو تسلیحاتي مرستې دوام ولري

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ مسوول جوزپ بورېل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسۍ مسوول جوزپ بورېل ویلي له کییف سره به د اروپا تسلیحاتي مرستې دوام ولري.

هغه ویلي په اوکرایین د روسیې د یرغل پر مهال چې د دوه کلنېدو په درشل کې دی د اروپايي ټولنې ۲۷ غړیو مرستې کړي، خو د هغه په خبره په جګړه کې دا مرستې هېڅکله کافي نه دي.

بورېل ټینګار کړی چې له کییف سره به مرستې په ځانګړي توګه د توپخانې مرمیو په برخه کې دوام ولري.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل تېر کال اروپايي ټولنې له اوکرایین سره ۲۸ میلیارده یورو په ارزښت مرستې کړي او سږ کال هم له اوکرایین سره د شلو میلیاردو یورو په ارزښت د مرستو ژمنې شوي دي.