د افغانستان په اړه د دوحې غونډه نن پای ته رسیږي

له ارشیفه د دوحې یو تصویر

نن د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې دویمه او وروستۍ ورځ ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به نن د ورځې په لړ کې وینا وکړي.

تمه ده ماسپښين مهال د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو استازي د ملګرو ملتونو او د ګډونوالو هېوادونو له ځانګړیو استازیو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د شاوخوا ۲۸ هېوادونو او سازمانونو ځانګړي استازي په دوحه کې دي او پرون یې هم یو لړ بحثونه ترسره کړي.