د منصور نېکمل را خوشې کېدل او د طالبانو لخوا د خبریالانو د نیولو پر دوام اندېښنې

د خامه پرېس خبري اژانس مسوول مدیر، منصور احمد نېکمل

د طالبانو حکومت له خوا په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو په دوام، دوی د خامه پرېس خبري اژانس مسوول مدیر منصور احمد نېکمل د ٢٤ ساعتونو لپاره نیولی و.

منصور نېکمل چې د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا لس بجې د طالبانو حکومت له بنده خوشې شو، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هغه د حکومت پالېسۍ پر ضد نشراتو د خپرولو په تور احضار کړی و.

نېکمل وایي:

" د اسلامي امارت په خلاف د یوه خبر د خپرولو لپاره، امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت وغوښتلم. زه ولاړم او هغوی زما نه پوښتنه وکړه . د هغې موضوع په اړه مو خبرې وکړې. هغوی څه سپارښتنې درلودې چې مونږ باید د هغه له مخې نشرات ولرو. له هغه وروسته زه راووتم."

خو د منصور نېکمل همکارانو ازادي راډیو ته وویل چې نوموړی د شنبې په ورځ د یوې ځوانې مېرمنې چې ویل کېږي حجاب یې نه و مراعت کړی، د مرکې د خپرولو له امله احضار شوی و.

د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي چې د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو د خپلسري توقیف دوام د اندېښنې وړ دی.

سمیه ولي زاده: طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په ښکاره ډول د خبریالانو حقونه نقض کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسولې سمیې ولیزادې ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په ښکاره ډول د خبریالانو حقونه نقض کړي دي.

ولي زاده زیاته کړه:

" په تېرو دوو کلونو کې نږدې دوه سوه خبریالان د طالبانو له خوا په بېلابېلو پلمو نیول شوي دي، دا نیول په بېلابېلو وختونو کې شوي، هغوی د طالبانو له خوا له کوم جرم پرته نیول شوي دي، او له بده مرغه چې د خامه پرس مسوول مدیر هم پرون نیول شوی و، څو څو ځله مو وغوښتل چې د رسنیو د همغږۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دې ومنل شي، خو له بده مرغه دغه قوانین له پامه غورځول شوي دي."

د مېرمن وليزادې په ټکو ، د خبریالانو خپلسري نیول د خبریالانو له خوا د ځان سانسورولو لامل شوي او د خبریالانو په کار یې تور سیوری خپور کړې.

د افغانستان د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي هم د طالبانو حکومت له خوا د خبريالانو نيولو ته په اشارې سره وايي چې د خبريالانو او رسنيو اړوند مسايل بايد رسنيزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسيون له لارې وڅېړل شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" موږ تمه لرو او په وار وار مو غوښتنه کړې چې د افغانستان د رسنیو اړوند موضوعات باید د رسنیو د سړغړونو کمیسیون له لارې وڅيړل شي. هیله لرو چې په راتلونکې کې د دې ډول پیښو شاهدان ونه واوسو."

هیدر بار: نېکمل په داسې وخت نیول شوی چې نړیوال په دوحه کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په موخه را ټول شوي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مسولې هیدر بار هم د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه د نصیر نېکمل نیولو ته په اشارې سره ویلي، دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د هېوادونو ځانګړي استازي نن په دوحه کې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په موخه سره راټول شوي دي.

خو د ذبیح الله مجاهد په ګډون د طالبانو حکومت ویاندویانو په وار- وار ادعا کړې چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو او رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې په سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال سیف الله کریم، د ګردش اطلاعات خبري اژانس دوه خبریالان احمد جواد رسولي او عبدالحق حمیدي او د کیودي جاپان خبري اژانس خبریال احسان اکبري د طالبانو له لوري په کابل کې نیول شوي و چې بېرته خوشې شول.

خو یو شمېر نور خبریالان لا هم د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو د روان کال د لیندۍ په میاشت په دایکنډي کې د نسیم خصوصي راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي په یو کال بند محکوم کړ.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو چې په ۲۰۲۳ کال کې يې په دغه هېواد کې د خبريالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۱۶۸ قضيې ثبت کړي چې ۶۱ يې د خبريالانو او د رسنيو د کارکوونکو د نيولو قضيې دي.