د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو منصور احمد نېکمل را خوشې کړ

د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د «خامه پرس» خبري اژانس د مسوول منصور نېکمل خوشې کېدل تایید کړل.

نېکمل د شنبې په ورځ د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا نیول شوی و.

د افغانستان خبریالانو مرکز نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه خبریال د خوشې کېدو هرکلی کوي، خو د رسنیو په چارو کې یې د حاکمو چارواکو او بنسټونو دخالت او د خبریالانو خپلسري نیونه د قانون خلاف کار بللی دی.

د اعلامیې له مخې، منصور نېکمل د هغه راپور په اړه امر بالمعروف ته احضار کړای شوی و، چې د حجاب نه رعایت په تور د ښځو د وروستیو نیونو او په کابل کې د ښځو پر حضور د هغو د اغېزو په اړه و.

د طالبانو استخبارات او امر بالمعروف وزارت زیات وخت خبریالان، د رسنیو کارکوونکي او نور فعالان په یوه او بل نامه نیسي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د رسنیو د قانون له مخې خبریالان په خپلو ټولو مسلکي چارو کې ازاد دي او مسوولان دې ورباندې محدودیت نه لګوي او نه دې دوی ګواښي، بلکې د دوی ملاتړ دې وکړي.