بلخ کې زلزلې یو شمېر سیمې لړزولي

د افغانستان په نقشه کې بلخ ولایت

د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی چې نن ماسپښین یوې زلزلې د بلخ ولایت ځینې برخې ولړزولې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوجیکي سروې ادارې په وینا د دې زلزلې د شدت اندازه د ریښتر په مقیاس پنځه درجې وه.

ویل شوي، دا زلزله تر ځمکې لاندې لس کیلومتره ژوره وه او بلخ ولایت یې لړزولی دی.

د بلخ د والي لپاره د طالبانو ویاند حاجي زید په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې په دې زلزله کې چا ته ځاني یا مالي زیان نه دی اوښتی.

په تېره اکتوبر میاشت کې څو زلزلې د افغانستان هرات ولایت ولړزاوه چې د ملګرو ملتونو په وینا شا و خوا ۱۵۰۰ کسان یې مړه کړل او نږدې ۲۰۰۰ نور کسان یې ټپیان کړل.