د افغانستان پر ډېرو ولایتونو د سختو بارانونو او واورې اټکل شوی

د افغانستان نقشه

د هواپېژندنې اداره وايي، نن یکشنبه او سبا دوشنبه د افغانستان په زیاتو برخو کې د سختو بارانونو او واورې اورېدو اټکل شوی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي- هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو په نتیجه کې د درنو سېلابونو د راوتلو امکان هم شته.

د دې ادارې په وینا، په شمال کې له بدخشان نیولې تر فاریاب او د غزني تر ځینو برخو، دغه راز په ختیځ کې له نورستان نیولې تر خوست او پکتیکا د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

وړاندې راغلي چې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې د باران او له ۲۰ تر ۸۰ سانتي مترو پورې د واورې اورېدلو اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د لږو اورښتونو له کبله سږکال د وچکالۍ په باب اندېښنې شته.