د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران:په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض ته ژور اندېښمن یوو

د طالبانو لخوا د ښځو بندي کولو ته یو ادعا شوی تصویر

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د هغه څه په باب ژوره اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو پراخه سرغړونه ګڼل شوې ده.

دغه اعلامیه د البانیا، انډورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کاسوو، لختن شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا په جرمني کې د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال خپره شوې ده.

دوی له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې سیسټماتیکي جنسیتي ځورونې پای ته ورسوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اعلامیې په ځواب کې ویلي چې دا مهال د ټولو افغانانو حقونه تامین دي او د هغه په وینا، د افغانستان ټول وګړي له برابرو حقونو سره ژوند کوي.

طالبانو مخکې له بشري حقونو د سرغړونو په باب ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته ژمن دي.

په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې نجونو ته د منځنیو زده کړو اجازه ورکړي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړې.

په کورنیو او نړیوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار منع کول هم د ښځو په وړاندې د طالبانو بل سخت اقدام ګڼل کېږي.

طالبانو پر افغانستاند ولکې له بیاټینګولو وروسته د ښځو په لسګونو فعالانې، خبریالان او د مدني ټولنې غړي نیولي دي.