دوحه کې نن او سبا د افغانستان په اړه غونډه ده

د دوحې ښار یوه څنډه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب پر افغانستان دوه ورځنۍ غونډه نن او سبا دوام کوي.

اټکل کېږي، په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي پر ګمارنه هم بحث وشي.

د افغانستان لپاره د ناټو پخواني ملکي استازي نیکولاس کې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، هیله من دی د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي په ګمارنه کې پرمختګ وشي.

هغه زیاته کړه:

" هیله مندي زیاته ده او ښه ده چې هیله من واوسو. زما په اند ښه ده د دوحې غونډې په باب چې څه لاسته راوړنې به ولري واقع بین واسو. فکر کوم ښه پرمختګ به ولري په دې شرط چې ګډونوال وکړای شي د ځانګړي استازي پر ګمارنه او د فریدون سینیرلي اوغلو د بې پرې ارزونې د سپارښتنو په عملي کولو وتوانېږي او پر ځانګړې اجماع سلا شي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په باب د څو میاشتو په موده کې خپله بې پرې ارزونه برابره کړه او د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې امنیت شورا ته وړاندې شوه.

په دغه ارزونه کې د افغانستان لپاره د یوه نوي ځانګړي استازي د ګمارنې سپارښتنه هم شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوحې په غونډه کې د دوی ګډون ګټور ونه بلل شو.

د دوحې په تېره غونډه کې چې شا و خوا ۹ میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې وه، طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې چې د طالبانو د نارضایتۍ سبب شوې وه.