ایران: روانه میاشت بامیان نه زر ټنه زینک ډبره موږ ته صادره شوې

د ایران یو سوداګریز بندر - ارشیف

ایراني چارواکي وايي روانه میاشت له بامیان ولایت نه ایران ته زر ټُنه زینک یا روی ډبره صادره شوې ده.

په دوغارون بندر کې د ایران د ګمرکاتو عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده پرون شنبه ویلي چې دغه قیمتي ډبرې له بامیان نه هرات او له هغه ځایه ایران ته صادرې شوې دي.

روی یا زینک هغه قیمتي ډبره ده چې د فلزاتو د برېښنايي قشر ورکولو لپاره کارول کېږي چې بیا زنګ نه وهي.

رحیميزاده ویلي چې له افغانستان څخه ایران ته د دغو قیمتي ډبرو د واردولو لړۍ روانه ده.

د طالبانو پر حکومت انتقادونه کېږي چې له بېلابېلو هېوادونو له دې جملې پاکستان او ایران سره یې د طبیعي زېرمو تړونونه کړي، خو په هغوی کې شفافیت نه شته.

د ایران د ګمرکاتو دغه چارواکي ویلي چې د روان لمریز کال له پیله افغانستان ته یو ملیون او ۲۰۰زره ټنه مالونه صادر شوي دي.