د انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه سبا په دوحه کې پیل شي.

د ملګرو ملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو ځانګړي استازي او یو شمېر افغان مېرمنې برخه واخلي.

دوجاریک څرګندوي چې له افغانستان سره به د تعامل زیاتوالی د هغه راپور په استناد په نظر کې ونیول شي چې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه خپور کړی دی.

په دې راپور کې یو مهم وړاندیز د افغانستان لپاره د ځانګړي استازی د معرفي کېدو دی.

طالبانو ویلي چې د یوناما په موجودیت کې بل استازي ته اړتیا نه شته، خو واشنګټن د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

طالبانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو تر دې دمه دوی رسماً دا نه ده تایید کړې چې پلاوی به یې د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.