د ازادۍ جبهې په کابل کې د دوو طالبانو د وژلو او درېیو د ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان د ازادۍ جبهې نښان

د طالبانو یوه مخالفه د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، تېر ماښام یې د کابل ښار د دهن باغ څلور لارې اړوند د طالبانو پر پوستي چریکي برید کړی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د ازادۍ جبهې د دې برید په اړه ډېر جزییات نه‌دي ورکړي، خو زیاتوي، په دې پوسته کې مېشتو طالبانو تېرو دوو ورځو کې د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند اوسېدونکو کورونه په بېلابېلو پلمو پلټلي و او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړیتوب په تور یې ځورولي او شکنجه کړي و.

تر اوسه د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ د دې برید په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.