یوناما: افغان ښځې د طالبانو حکومت له په رسمیت پېژندلو وېره لري

د طالبانو یو شمېر مخالفې مېرمنې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیه ماموریت یوناما په خپل یو تازه راپور کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه لیکي، یو شمېر افغانې ښځې د طالبانو د حکومت د احتمالي رسیمت پېژندلو څخه وېره لري.

دغه راپور چې نن جمعه خپور شوی په کې راغلي، له ۶۷ سلنه هغو ښځو سره چې ملګرو ملتونو مرکې کړي په دې باور دي که چېرته د طالبانو حکومت په رسیمت وپېژندل شي، د دوی پر ژوند به ډېر اغېز وکړي.

د راپور پر بنسټ، ښځې غواړي، څو چې د طالبانو حکومت پر دوی ټول وضعه کړي محدودیتونه لیرې کړې نه وي، تر هغې دې د نړیوالو له خوا په رسیمت نه پېژندل کیږي.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته، افغانې نجونې او ښځې له ښوونځيو، پوهنتونونو او کار کولو راګرځول شوې دي.

د طالبانو په نژدې درې کلنه واکمنۍ کې که څه هم یو شمېر هېوادونه د طالبانو له حکومت سره دپیلوماټیکې اړیکې لري، خو تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه پېژندلی دی.

د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او د ټول ګډونه حکومت جوړونه، د طالبانو د حکومت د رسیمت پېژندنې لپاره د نړیوالو شرطونه دي.