د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالني مړ شوی

الکسي ناوالني

د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي ناوالني په زندان کې مړ شوی دی.

په یمالو نانیڅ سیمه کې د تعزیري خدماتو فډرال ادارې څانګې دا خبره نن جمعه په یوه اعلامیه کې ورکړی دی، خو دغه معلومات په بې پرې ډول نه شي تایید کېدای.

په اعلامیه کې راغلي: محکوم شوی ناوالنی تر قدم وهلو د ناروغۍ احساس وکړ، چې سم د لاسه بېسده شو.

د اعلامیې له مخې، د الکسي ناوالني د بچ کولو لپاره ټول ضروري اقدامات وشول، خو مثبته نتیجه یې ورنه کړه او د امبولانس ډاکټرانو هغه مړ وباله.

د اعلامیې له مخې، روغتیايي کارکوونکو سم د لاسه ځانونه ورورسول او امبولاس ته یې زنګ وواهه.

د روسیې رسنیو هم د دې اعلامیې په حواله دا خبر ورکړی چې ۴۷ کلن ناوالني ساه ورکړې ده.

په خپله د الکسي ناوالني ډلې د هغه د مړینې خبر تایید کړی نه دی.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش په ایکس شبکه پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی په دې اړه لا تاییدي نه ده ترلاسه کړې.

د هغې په وینا،د ناوالني مدافع وکیل د هغه زندان ته په الوتکه کې روان شوی دی.

دولتي خبري اژانس د ولسمشر ولادمیر پوتین د ویاند دمیتري پیسکوف په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، ولسمشر د ناوالني د مرګ په راپور خبر شوی خو د مړینې د علت په باب رسمي معلومات نه لري.