ملګري ملتونه: د دوحې غونډه کې د افغان ښځو د غږ اورېدل مهم دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک

د دوحې غونډې په درشل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، دا ډېره مهمه ده چې د دوحې په راروانه غونډه کې چې پر افغانستان رابلل شوې، د افغان ښځو غږ واورېدل شي.

سټیفن دوجاریک پرون پنجشنبه په نیویارک کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، د قطر د پلازمېنې دوحې غونډه، د ښځو په ګډون د مدني ټولنې او هېوادونو د استازو ترمنځ کېږي.

په پام کې ده د ملګرو ملتونو په کوربه توب پر افغانستان دغه غونډه راروانه یکشنبه او دوشنبه جوړه شي.

دوجاریک ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش به د یکشنبې په ورځ د مونشن له امنیتي کنفرانس وروسته دوحې ته لاړ شي.

دوجاریک ویلي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به په منسجم ډول د نړیوال مشارکت پر زیاتېدو هم بحث وشي.

د ښځو ځینو بنسټونو ویلي، چې په دې غونډه کې باید د ښځو واقعي استازو ته هم د ګډون زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دا لا معلومه نه ده چې د دوی کوم استازی په کې ګډون کوي که نه.