سپینه ماڼۍ: روسیې د سپوږمکۍ ضد وړتیا ترلاسه کړې

سپینه ماڼۍ

سپینې ماڼۍ تایید کړه چې روسیې د 'سپوږمکۍ ضد وړتیا' ترلاسه کړې، مګر سمدستي کوم ګواښ نه دی موجود.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون خبریالانو ته وویل هغه دا خبره تاییدولی شي، خو دا مهال د هیچا خوندیتوب ته کوم ګواښ نه شته او دا داسې وسله نه ده چې "په انسانانو د برید لپاره یا د ځمکې په سر د ورانکارۍ لپاره وکارول شي.

وړمه ورځ د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو د کمېټې مشر مایک ټرنر د ولسمشر بایډن له دفتره غوښتي وو چې د هغه څه په اړه چې دی یې ملي امنیت ته جدي ګواښ بولي معلومات ورکړي.

روسیې د امریکا دغه اندېښنه مهمه نه ده بللې او ادعا یې کړې چې امریکا دا کار له اوکراین سره د مالي مرستې لپاره د کانګرس د ملاتړ د خپلولو لپاره کړی.