'ډبلیو ایف پي' په افغانستان کې د فعالیتونو دوام لپاره۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرستو یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې د عامه اړیکو یوه مسوول ضیاالدین صافي پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل، 'ډبلیو ایف پي' پروسږ کال شاخوا ۱۹ میلیون اړو کسانو ته چې په سلو کې اتیا یې ښځې او ماشومان وو، مرستې ورسولې.

خو هغه د مرستو د دوام لپاره په سږني کال کې د بودیجې غوښتنه وکړه>

هغه زیاته کړه:: "تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام مجبور شو لس میلیون کسان چې له خورا ډېرو زیانګالو کورنیو څخه وو، له خپلو مرستو څخه بې برخې کړي. په ۲۰۲۴ کال کې په راروانو شپږو میاشتو کې د خوړو نړیوال پروګرام د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري."

د صافي په وینا، اوسمهال نژدې ۱۶ میلیون افغان وګړي ډاډه نه دي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه کوي او د هر ولایت خلک د غذايي ناامنۍ له لوړې کچې سره مخامخ دي.

ملګروملتونو مخکې ویلي وو چې د افغانستان له ۲۹ میلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.