اوچا: په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

ارشیف: د ارزګان د ولایتي روغتون یوه څنډه

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، روان ۲۰۲۴م کال یې شریکان په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا نن پنجشنبې په خپل ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دغه پیسې به د لومړنیو او د متوسطې کچې پرروغتیایي خدماتو، د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي او په وړاندې یې د غبرګون د پیاوړي کېدو، د رواني روغتیا او د ټولنیز رواني خدمتونو د سمون او همدارنګه د سختۍ خوارځواکۍ د مدیریت پرچارو ولګېږي.

اوچا ویلي چې په روان م کال کې د افغانستان نژدې اتلس میلیون وګړي د روغتیا په برخه کې مرستو ته اړ دي، خو دوي ۱۲،۸ میلیونه په نښه کوي.