په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه جوړیږي

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

د ناټو دفاع وزیران نن په بروکسل کې په غونډه کې له اوکراین سره د پوځي مرستو د دوام او د دې تړون د پوځي لګښتونو د زیاتوالي په اړه خبرې کوي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د غونډې له پیلیدو مخکي هیله وښوده چې د امریکا متحده ایالات به له اوکراین سره د ۹۵،۳۵ میلیارد ډالرو پوځي مرسته چې ۶۱ ملیارډ ډالره یې کییف ته ځانګړې شوې، دوام ورکړي.

له اوکراین سره د امریکا دغه نوې مرسته د امریکا مشرانو جرګې تصویب کړې او د جمهوریپالو تر مشرۍ لاندې د استازیو جرګې تصویب ته هم اړتیا لري.

د اوکراین ځواکونو ویلي چې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د جګړې په ډګر کې یې مهمات په خلاصیدو دي.