اوچا: افغانستان کې تېره میاشت د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي په تېره جنوري میاشت کې، په افغانستان کې د بشري مرستو ۷۵ پروژې ځنډول شوې دي.

دې ادارې نن په نوي راپورکې ویلي چې په دې میاشت کې د بشري مرستو رسولو اړوندو ۱۳۷ پېښو راپور ورکړل شوی چې دا د تېرې ډسمبر میاشتې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

هغه میاشت ۹۷ پېښې ثبت شوې وې.

د اوچا په وینا، په جنوري میاشت کې د ځنډول شویو بشري چارو د ۷۵ پروژو ۶۰ سلنه یې په روانه فبرورۍ میاشت کې ځنډول شوې پاتې دي.

اوچا د روانې اوونۍ په پیل کې په یوه بل راپور کې ویلي و چې په روانه فبرورۍ میاشت کې د بشري مرستو ۳۷ پروګرامونه د یو لړ خنډونو له کبله په موقتي ډول ځنډېدلي.

د راپور له مخې، د دې خنډونو په سلو کې ۹۰ د واکمنو طالبانو او د هغوی د پوځي ځواکونو له خوا جوړ شوي.

اوچا د بشري مرستو رسولو د څو پروژو د ځنډیدو خبره داسې مهال کوي چې په افغانستان کې په میلیونونه وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.