د دوحې جوړېدونکې غونډه؛ متقي: د شرطونو په پام کې نه نیولو سره، نه ګډون غوره ګڼو

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، که د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې د دوی شرطونه په پام کې نه نیول کیږي، نه ګډون غوره ګڼي.

د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې متقي دغه څرګندونې نن په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې کړي.

هغه خپل شرطونه په غونډه کې له ملګرو ملتونو سره د معنا لرونکو سلا مشورو فرصت او د افغانستان د استازیتوب مسوولیت په ښه ډول ترسره کول، یاد کړي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نیټه جوړه شي.

د طالبانو حکومت وایي، خپل شرطونه یې له نړیوالو سره شریک کړي دي.