د امریکا سنا د ۹۵،۳۴ میلیارد ډالره بودیجې لایحه تصویب کړه

د امریکا د سنا ودانۍ

د امریکا سنا نن د ۹۵،۳۴ میلیارد ډالره بودیجې لایحه چې له اوکراین سره ۶۱ میلیارد ډالر پوځي مرسته هم په‌کې ده تصویب کړه.

دا لایحه که څه هم د اوس لپاره تصویب شوه، خو له مبهم برخلیک سره مخامخ ده ځکه د استازو جرګې داسې نښې نښانې ښودلي چې ښايي تصویب یې نه کړي.

سنا دا لایحه په ۷۰ موافقو او ۲۹ مخالفو رایو تصویب کړه په داسې حال کې چې د تصویب لپاره یې یوازې ۶۰ رایو ته اړتیا وه.

دا وروسته له دې چې ۲۲ تنه جمهوریپال وکیلان چې له دې لایحې سره یې مخالفت کاوه له ډیموکراتانو سره یوځای شول.

امریکايي چارواکي وايي، د اوکراین لپاره دا مالي مرسته ځکه ډېره اړینه ده چې دا هېواد اوس مهال د روسیې د نژدې دوه کلن بشپړ یرغل پر ضد مبارزه کوي. د دې مرستې وخت هم ډېر مهم دی ځکه په نژدې ورځو کې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېږي.