بایډن د اردن پاچا سره لیدنه کې؛ " په غزه کې د هر بې ګناه وژل کېدل یوه غمیزه ده"

جوبایډن او د اردن ولسمشر عبدالله

د امریکا ولسمشر جوبایدن پردې خبرې له ټینګار سره چې" په غزه کې د هر بې ګناه وژل کېدل یوه غمیزه ده" پرون دوشنبې په سپینه ماڼۍ کې د اردن د پاچا عبدالله هرکلی وکړ.

دواړو مشرانو په دې کتنه کې په غزه کې د روانې جګړې چې څو میاشتو ته غزیدلې، د پای ته رسولو او له هغې وروسته پلانونو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

د اردن له پاچا سره دغه کتنه داسې مهال ترسره کیږي چې بایډن او همکاران یې د سختدریځې حماس ډلې پر وړاندې د اسراییل په جګړه کې د یوې بلې وقفې لپاره کار کوي.

حماس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې.

د موقت اوربند لپاره هڅې د دې لپاره کیږي چې غزې ته بشري او نورې مرستې واستول شي او هم له حماس سره پاتې یرغمل ازاد شي.