ډیکسن: طالب شارژدافیر سره مې د دوحې ناستې او نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ سي ډیکسن

د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ سي ډیکسن Robert C Dickson وایي چې په قطر کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر نعیم وردګ سره په دوحه کې د را روانې غونډې په ګډون پر ځینو مسلو خبرې کړې دي.

هغه بېګا په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې له ښاغلي وردګ سره کتنه رغنده بللې او ویلي یې دي چې دوی له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د تنظیمولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک او په دوحه کې د فبرورۍ د اتلسمي او نولسمې د غونډې د فرصت او هم د نجونو د زده کړې د اهمیت پر موضوعاتو خبرې وکړې.

وردګ د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

دا لیدنه داسې مهال شوې چې په دوحه کې د ملګروملتونو په کوربه توب غونډې ته پنځه ورځې پاتې دي.

تراوسه طالبانو چې دې غونډې ته بلل شوي، واضح نه دي ویلي چې په دې غونډه کې ګډون کوي که یې نه کوي.