د بشري حقونو د څار سازمان: د بهرنیو مرستو کمېدو د افغانستان روغتیایي سیستم اغېزمن کړی

د افغانستان یو روغتیایي مرکز - تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو د څارسازمان« هیومان رایټس واچ» وایي، له افغانستان سره د بهرنیو مرستو زښت کمښت د دې هېواد د عامو روغتیایي خدماتو سیسټم خورا ډېر اغېزمن کړی چې خوار ځواکي او د طبي ناکافي خدمتونو له امله رامنځته کیدونکې ناروغۍ یې لاپسې زیاتې کړې دي.

هیومان رایټس واچ په یوه نوي راپور کې چې نن دوشنبې یې خپور کړی، دغه راز ویلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیولې چې دې کار روغتیایي خدمتونو ته د میلیونونو افغانانو د لاسرسي حق له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سم چې بهرنۍ مرستې بندې شوې، د دې هېواد په میلیونونو خلک یې له فقر او لوږې سره مخ کړل.

پر واکمنو طالبانو لګول شوي بندیزونه، د بانکونو له لارې د پیسو پر لېږد بندیز او په بهر کې د افغانستان د اسعارو د میلیاردونو زېرمو کنګل کېدو، نړیوالو بنسټونو او هغو بهرنیو پیسو ته چې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو له وتلو مخکې یې د دې هېواد د په مرستو متکي اقتصاد ملاتړ یې کاوه، لاس رسی بند کړی دی.

تردې مخکې د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسولې هیدر بار په افغانستان کې د ښځو لپاره د روغتیایي خدمتونو راتلونکې تیاره بللې وه.

هغې تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې ښځې او نجونې روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي او زیاته یې کړه چې ښځې او نجونې ان هغو لږو روغتیایي خدمتونو ته هم سم لاسرسی نه لري؛ ځکه له کوره پروتلو یې محدودیتونه وضع شوې او هم نارینه ډاکټرانو ته له ورتګه منع دي.