هرات کې د ۳۰ ښځو په ګډون ۶۰ روغتیا پالو ته د ستونزو د مدیریت روزنه ورکړل شوه

د هرات د ولایتي روغتون یوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان، ډبلیو ایچ او، وایي په هرات کې یې د دېرشو ښځو په شمول شپېتو روغتیا پالو ته د ستونزو د مدیریت او اړوند برخو کې روزنه ورکړې ده.

د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دغه روزنه روغتیا پالو ته دا وړتیا ورکوي چې عامې رواني روغتیایې ستونزې تشخیص او په وړاندې یې اقدامات وکړي.

دې سازمان ژورخپګان، اضطراب او فشار د رواني روغتیا د لومړنۍ پاملرنې مهمې برخې بللې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې د تېر۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې په یوه راپور کې په افغانستان کې پر مخدره موادو د روږدي کېدو مهم لاملونه هم په دې هېواد کې د لسیزو جګړو او بې ثباتۍ له امله د افغانانو په منځ کې د ژور خپګان، اضطراب او فشار زیاتېدل بللي و.