د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان بزګرو د ملاتړ لپاره مو تېر کال یو شمېر پروژې عملي کړي

یو شمېر افغان بزګران - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام، ډبلیو ایف پي وایي، تېرکال یې په افغانستان کې پر بزګرو د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو لپاره په یو شمېر برخو کې ډېرې پروژې عملي کړې دي.

د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې له بزګرو سره یې د روزنې او د ټولنو لپاره د بنسټیزو تاسیساتو په جوړولو سره د دوی د شتمنیو د ایجادولو له لارې مرسته کړې چې ټولنې په خپلو پښو ودریږي او په ټوله کې کلي زیات محصولات تولید کړي.

ډبلیو ایف پي وایي، تېرکال یې نژدې اتلس زره بزګرو ته روزنه او امکانات برابرکړي، څه باندې ۲۶۰ کیلومتره د اوبو کانالونه، ۳۰ کیلومتره استنادي دېوالونه، ۴۲۳ زره خندقونه او د اوبو د ذخیره کولو ۲۲ واړه ډنډونه جوړ کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اقلیم د بدلون د اغېزو د کمولو لپاره تېرکال له بزګرو سره د مرستو خبره داسې مهال کوي چې د تېرې دوشنبې په ورځ پنځو نړیوالو سازمانونو، د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د اسلامي ريلیف نړیوال سازمان، سیف د چلډرن، او ورلډ ویژن نړيوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه وویل چې افغانستان روان کال داسې وچکالي تجربه کوي چې دې هېواد په تېرو دېرشو کلونو کې نه ده تجربه کړې.