د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په سمنګان کې یو خبریال نیولی

د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو - ارشیف

په سمنګان ولایت کې د پژواک خبري اژانس خبریال سیف الله کریمي د طالبانو له خوا نیول شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز AFJC پرون یکشنبې په یوه بیان کې وویل چې کریمې د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست په غوښتنه سهارمهال د سمنګان د والي دفترته له احضارېدو وروسته نیول شوی او تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

دې مرکز د ښاغلي کریمي د نیول کیدو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړی او له قید او شرط پرته یې د هغه د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د سمنګان د والي په دفتر کې له نوموړی سره تاوتریخوالی شوی.

سیف الله کریمې له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې په دې ولایت کې له پژواک خبري اژانس سره د خبریال په توګه کار پیل کړی.

په خپله پژواک خبري اژانس تراوسه د خپل دې خبریال د نیول کیدو په اړه څه نه دي ویلي.