کرکټ؛ سریلانکا افغانستان ته د ۳۰۹ منډو هدف ورکړ

د افغانستان او سریلانکا له لویو یو انځور

د دوهمې یو ورځنۍ سیالۍ په لړ کې کوربه سریلانکا د خپلې توهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۳۰۸ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې څلورو توپوهونکو نیمه سلیزې ووهلې.

اسلانکا ۹۷ ناسوځېدلې، کوشال مینډس ۶۱، سدیرا ۵۲ او جنېت پوره ۵۰ منډې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې عظمت الله عمرزي ۳، نوراحمد، قیس احمد او فضل حق یوه یوه وېکټ وسوځوله.

په روانې سیالۍ کې افغان فیلډرانو د سریلانکا د توپوهونکو ۵ کېچونه هم وغورځول.

د ویلو ده چې افغان لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.