طالبانو د یوې معترضې مېرمنې او د زده‌کړو د برخې د دوو فعالانو نیول تایید کړل

د عکس ښي لور ته صدیق الله افغان او چپ لور ته احمد فهیم چې دا مهال د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو حکومت د معترضې مېرمنې منیژې صدیقي او د زده کړو د برخې د دوو فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان نیول تایید کړل.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې د نیول شویو فعالانو له قید او شرط پرته خوشې کېدو په تړاو د بخښنې نړیوال سازمان د غوښتنو په غبرګون ادعا کړې چې د اسنادو او شواهدو پر بنسټ یاد کسان د غیرشرعي او قانوني کړنو په تور نیول شوي دي.

خو نوموړي په دې اړه جزییات نه دې ورکړي چې دوی د شرعیت او قانون خلاف کومو کړنو له امله نیول شوي او نه یې هم په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت تر دې مخکې د منیژې صدیقي، احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان نیول نه تایید او نه هم رد کړي وو.

دوی د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې ونیول شول.

د زده کړو د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان له نږدې خپلوان بیا یو کس، چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې یاد او وپېژندل شي د طالبانو حکومت د ویاند ادعا ردوي، وايي چې دوی د شریعت او قانون خلاف هېڅ ډول عمل نه دی ترسره کړی.

هغه په یو پیغام کې ازادي راډیو ته لیکلي: "د طالبانو حکومت د خپل عمل د توجیه لپاره د دوی نیولو ته بېلابېلې پلمې جوړوي څو د نړیوالو په سترګو خاورې وشیندي، خو دا حقیقت نه لري ځکه دوی د شریعت او قانون خلاف هېڅ عمل نه دی ترسره کړی."

د طلوع نیوز د راپور له مخې ذبیح الله مجاهد دوی ته ویلي، هیڅوک حق نه لري چې د اسلامي شریعت او د هیواد د قوانینو خلاف عمل ترسره کړي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د ذبیح الله مجاهد د دې ادعا په اړه چې ګواکي د افغان مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي هم د غیرشرعي او قانوني فعالیتونو له امله نیول شوې، د نوموړې کورنۍ سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

خو د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو خوځښت مسوولې شمایل توانا دا ادعا ردوي او وايي، هغه د خپل حقونو په خاطر د مبارزې له امله نیول شوې.

توانا وايي: دا د طالبانو توجیه ده چې دا د شریعت او دین خلاف و، خو هېڅ کله کار، زده کړه او پوهاوی د دین خلاف کار نه دی.

نوموړې زیاته کړه: "منیژه صدیقي یواځې د خپل او د افغان مېرمنو د کار، زده کړې او ازادۍ حق لپاره د عدالت غوښتنې له امله نیول شوې. دا د طالبانو توجیه ده چې دا د شریعت او دین خلاف و، خو هېڅ کله کار، زده کړه او پوهاوی د دین خلاف کار نه دی."

د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۹مه د طالبانو له خوا ونیول شوه.

د یادونې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان، مخکې په یوه لیک کې چې د طالبانو حکومت استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ته یې لېږلی و او دغه شان څو ځلي په خپله ایکس‌پاڼه د منیژې صدیقي، احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

په دې اړه نور: د طالبانو له بنده یو وار بیا د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وشوه

د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم د پوهنې د برخې یو شمېر فعالان او معترضې مېرمنې د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې ځينې یې بېرته خوشې کړي او یو شمېر لا هم په بند کې دي.