طالبان: ۹۰۳ افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره له ایران څخه افغانستان ته راستانه شول

په لوېدیځ کې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون شنبې له ایران څخه سلګونه افغان کډوال په خپله خوښه یا په زوره هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت پر خپله ایکسپاڼه نن لیکلي چې ۹۰۳ افغانان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته راګرځېدلي دي.

پرون ایراني رسنیو د خپل هېواد د رضوي خراسان ولایت د پوله ساتي ځواک د قوماندان مجید شجاع په قول ویلي وو چې په ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغان کډوال په دغه ولایت کې نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

ایران وايي چې په دغه هېواد کې تر ۵ میلیونه ډېر افغان کډوال مېشت دي چې اکثره یې قانوني اسناد نه لري.