په پاکستان کې بېلابېلو ګوندونو د خپل حکومت د جوړولو هڅې پیل کړي

په پاکستان کې د تېرو ټاکنو له بهیره یو انځور

په پاکستان کې له انتخاباتو وروسته، مسلم لیګ‌ن او پیپلز ګوندونو د ګډ حکومت او د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنه ازادو بریالیو نوماندانو د خپل حکومت جوړولو هڅې پیل کړي.

جیوز نیوز پاکستاني تلوېزیون خبر ورکړی چې تمه ده نن د مسلم لیګ‌ن مشر نواز شریف او د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداری د ایتلافي حکومت د جوړېدو په اړه په اختلافي مسایلو خبرې وکړي.

د شنبې په شپه هم اصف زداري او د نواز شریف ورور شهباز شریف سره کتلي و او د ګډ حکومت د جوړولو په اړه یې د اړیکو او خبرو په دوام هوکړه کړې وه.

بل‌خوا د تحریک انصاف ګوند سرپرست مشر ګوهر علي خان پرون په اسلام‌اباد کې رسنیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د دوی خپلواکو نوماندانو اکثریت چوکۍ ګټلي او د پښتونخوا او پنجاب په ګډون به وفاقي حکومت هم د د دوی وي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د پنجشنبې ورځې په پارلماني ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمنو خپلواکو نوماندانو ۹۲، مسلم لیګ ن ۷۶ او پیپلز ګوند ۵۴ چوکۍ ګټلي دي.

د دې پایلو پر بنسټ، هیڅ ګوند نه‌دی توانېدلی په پارلمان کې غوڅ اکثریت چوکۍ خپلې کړي، څو خپل حکومت جوړ کړي.