کرکټ؛ نن د افغانستان او سریلانکا دوهمه یو ورځنۍ سیالي ده

د افغانستان او سریلانکا له مخکینیو لوبو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د کابل پر وخت د ماسپښین یوه نیمه بجه د سریلانکا په پاليکلي لوبغالي کې خپله دوهمه پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالي کوي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن یکشنبه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، تمه لري افغان لوبغاړي نن بریا خپله کړي.

هغه زیاته کړه: "که څه هم افغان لوبډلې ونه شو کولای لومړۍ لوبه وګټي، خو بشپړ چمتووالی یې نیولی چې په دوهمه لوبه کې وځلېږي او په دې لوبه کې بریا خپله کړي."

سریلانکا په لومړۍ پنځوس اووره لوبه کې چې د تېرې جمعې په ورځ وشوه، د ۴۲ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

دواړه هېوادونه به خپله درېیمه پنځوس اووره مسابقه د راروانې چهارشنبې په ورځ وکړي چې وروسته به درې شل اووره لوبې وکړي.

لومړۍ شل اووره مسابقه به راروانه شنبه د فبروري پر ۱۷مه دوهمه د فبرورۍ پر ۱۹مه او درېیمه پر ۲۱مه وشي.