هوسګن: د روسیې له‌خوا د ناټو پر کوم غړي هېواد د روسیې احتمالي برید نه شم ردولی

د مونش امنیتي کنفرانس مشر کریستوف هوسګن

د مونشن امنیتي کنفرانس مشر وايي، دی دا نه شي رد کولی چې روسیه ښايي د ناټو پر کوم غړي هېواد حمله وکړي.

کریستوف هوسګن دغه څرګندونې پرون شنبه داسې وخت کړي چې ټاکل شوې د فبروري له ۱۶مې تر ۱۸مې د نړۍ رهبران او دفاعي متخصصان بیا په دې کنفرانس کې سره جرګه شي.

کله چې پوښتنه وشوه ایا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د داسې کومې حملې امر وکړي؟ په ځواب کې هوسګن وویل: "طبعاً، پوتین په وار- وار ویلي چې د پخواني شوروي اتحاد ړنګېدل په شلمه پېړۍ کې تر ټولو لویه غمیزه وه، ځکه د روسیې له سرحدونو دباندې د ډېرو روسانو د لالهاندۍ سبب شوه."

د مونشن امنیتي کنفرانس مشر په خپله مرکه کې ویلي، د پوتین هدف د ړنګ شوي پخواني شوروي اتحاد له سرحدونو هاخوا د یوې لویې روسیې او نړیوالې امپراتورۍ ایجاد دی چې دی ورباندې د تزار په څېر حکومت وکړي.

د ده په باور، که پوتین په اوکراین کې ماتې ونه خوري، نو ممکن پر مالدووا یا هم د بالتیک حوزې پر نورو جمهوریتونو منګولې ښخې کړي.