د پاکستان لوی درستیز سیاستوالو ته؛ خپلمنځي اختلافات ختم او د خلکو لپاره کار وکړئ

د پاکستان لوی درستیز، جنرال عاصم منیر

د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن (شنبې) د خپل هېواد له سیاستوالو وغوښتل چې په خپل منځ کې اختلاف پای ته ورسوي او د خلکو د ژوند د ښېګڼې لپاره کار وکړي.

جنرال عاصم منیر دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د پاکستان د عامو انتخاباتو له اعلان شویو پایلو داسي ښکاري چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویانو د نورو ګوندونو پرتله ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

جنرال عاصم منیر په یوه بیان کې وویل، هېواد یې داسي لاسونو ته اړتیا لري چې رغوونکي وي او د پاکستان دوه نیم سوه میلیونه وګړي له بد اقتصادي وضعیت او ګډوډۍ وژغوري.

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون پر اساس، تراوسه د پارلمان له ۲۶۶ چوکیو څخه د څه باندې ۲۵۰ چوکیو لپاره د اچول شویو رایو شمېرل بشپړ شوي چې د هغو له مخې، د هغو کاندیدانو شمېر ډېر دی چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلوي کوي.

تراوسه پورې ۹۹ څوکۍ د عمران خان پلوي کاندیدانو ګټلي.

د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ۷۱، د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند ۵۳ او نورې چوکۍ کوچنیو ګوندونو ګټلي دي.

د عمران خان او نوازشریف پلویانو د بري ادعاوې کړي دي.

په همدې منځ کې یو شمېر ګوندونو ویلي چې په انتخاباتو کې لاسوهنه شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ادعا کړې چې له پرون راهیسي څو ځلې د انتخاباتو پایلې بدلې را بدلې شوي او که د دوی په رایو کې درغلي وشوه، د انتخاباتو پایلې به ونه مني.