د امریکا د کانګرس یو پلاوی کییف ته رسېدلی

د کانګرس پلاوی او د اوکراین ولسمشر

په اوکراین کې د امریکا سفیره بریژیت برینک Bridget Brink وايي، د کانګرس یو پلاوی چې د دواړو ګوندونو استازي پکې دي، کییف ته رسېدلی دی.

مېرمن برینک پرون( د فبروري ۹مه) وویل چې د دې پلاوي مشري د استازو جرګې جمهوریپال استازی مایک ترنر Mike Turner کوي.

یوه ورځ مخکې له دې د امریکا سنا د ۹۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د بودیجې هغې لایحې ته رایې ورکړې چې له اوکراین سره ۶۱ میلیارد ډالره مرسته یې یوه برخه ده.

د دې مرستې هدف، د روسیې د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د اوکراین له پیاوړتیا سره مرسته بلل شوې ده.