امریکا لا هم د افغانستان د بشري اړتیاوو تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره، کرن دیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وايي چې متحد ایالتونه د افغان وګړو د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی.

کرین دیکر پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما د بشري مرستو همغږي کوونکي ایندریکا راټواټه له دې سره په اړیکه کې ټینګار کړی چې یوناما په افغانستان کې د امریکا پر کلک ملاتړ تکیه دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش یا سیګار له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، متحدو ایالتونو د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دې هېواد سره د څه باندې ۲،۳۵ میلیارد ډالرو مرسته کړې ده.