آی آر سي: له پاکستانه خپل هېواد ته استول شوي افغانان تیاره برخلیک سره مخ دي

له پاکستان خپل هېواد ته استول شوي یو شمېر افغان ماشومان

د ژغورنې نړیواله کمېټه یا 'آی آر سي' خبرداری ورکوي چې له پاکستانه د ایستل شويو افغان کډوالو له نیمایي زیاته برخه له تیاره برخلیک سره مخامخ دي.

دغې کمېټې له پاکستانه د ۱،۷ میلیون افغانانو د جبري ایستلو د پیل د سلمې ورځې په پار، پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې دا خبرداری ورکړی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په عین حال کې دا یادونه هم کړې چې هغه افغان وګړي چې د ځانګړو ویزو د پروګرامونو له لارې له خپلو کورنیو سره د بیا یوځای کېدو لپاره امریکا ته د تلو هڅه کوي له ګڼو ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه د تورخم دروازې په څېر په ځینو سیمو کې له افغان کډوالو سره د مرستې پروګرامونه لري.

د دې ادارې ۲۸ دفترونه په متحدوایالتونو کې له خپلو کورنیو سره د افغانانو د بیا یوځای کېدو په برخه کې کار کوي.